د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان د دته خېلو په سیمو کې د پوځي عملیاتو پر مهال اته وسلهوال وژل شوي دي، چې د راپورونو له مخې د تحریک طالبان پاکستان ځینې قوماندانان هم پکې شامل دي.
د پاکستان د ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې د سرچینو په حواله لیکلي، چې لا هم لسګونه وسلهوال په سیمه کې پټ دي او د ځایي خلکو څخه د ډال په توګه استفاده کوي. د یادو سیمو د پاکولو لپاره چاڼیز عملیات روان دي.
























