د تاجکستان ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی، چې د افغانستان ختیځو سیمو زلزلهځپلو ته یې له ۳ زره ټنو زیات بشري مرستې استولي دي.
د تاجک د ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه مرستې د ولسمشر امام علي رحمان په ځانګړې لارښوونه د اغېزمنو سیمو خلکو ته استول شوې دي.
د تاجکستان له لوري د استول شویو مرستو په کاروانونو کې اوړه، غوړي، بوره، وریجې، کمبلې، خېمې، کالي او د ماشومانو، ځوانانو او لويانو لپاره بوټان شامل دي.
همدارنګه د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د زیانمنو سیمو د بیارغونې لپاره ودانیز توکي هم لېږل شوي دي.


























