د ټیلیګراف ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې پاکستان د افغانستان ځای نیولی او اوس د نړۍ تر ټولو ستر د تریاکو تولیدوونکی هېواد ګڼل کېږي.
راپور زیاتوي چې په پاکستان کې د تریاکو پراخ او ښکاره کر د افغانستان د تولید له کچې هم پورته شوی او دا بدلون د سیمې د امنیت او ثبات لپاره سترې اندېښنې راپورته کړې دي.
کارپوهانو د ټیلیګراف په حواله خبرداری ورکړی چې د دې وضعیت په نتیجه کې ښايي میلیونونه ډالره عواید د ترهګرو ډلو لاس ته ورسېږي او د سیمې امنیتي توازن ګډوډ کړي.
افغانستان کلونه د نړۍ د تر ټولو ستر د تریاکو تولیدوونکي هېواد په توګه پېژندل کېده، خو اوس تازه موندنې ښيي چې پاکستان د دې ځای ناستی شوی دی. د راپور له مخې، دغه بدلون د افراطي ډلو د مالي سرچینو او د مخدره موادو د قاچاق د پراخېدو په اړه نوې اندېښنې رامنځته کړې دي.


























