د ماشومانو د ژغورنې سازمان اعلان کړی چې د اسراییل د بریدونو له پیل راهیسې په اوسط ډول هر ساعت یو فلسطینی ماشوم په غزه کې شهید شوی دی.
د دغه سازمان د ورکړل شوو شمېرو له مخې، له ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشتې راهیسې لږ تر لږه ۲۰ زره ماشومان چې د غزې د ټول نفوس شاوخوا دوه سلنه جوړوي، د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي. له دې شمېرې څخه نږدې زر ماشومان د یو کال څخه کم عمر لرل، او نیمايي یې د جګړې پر مهال زېږېدلي او بیا وژل شوي دي.
په منځني ختیځ کې د ماشومانو د ژغورنې سازمان سیمهییز مشر احمد الهنداوي دغه وضعیت “د شرم وړ” بللی دی.
په ورته وخت کې، د غزې د روغتیا وزارت هم تایید کړې چې یوازې د شنبې په ورځ لږ تر لږه ۶۰ تنه وژل شوي دي، چې په کې هغه کسان هم شامل دي چې د خوړو د ترلاسه کولو هڅه یې کوله. د وزارت د معلوماتو له مخې، د اسراییلي بریدونو له پیل راهیسې د قربانیانو ټول شمېر ۶۴ زره او ۳۶۸ تنه ته رسېدلی دی.
بل لور ته، د اسراییل پوځ د شنبې په ورځ د غزې ښار اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره خپل پناهځایونه پرېږدي. پوځ وايي، خپل پوځي عملیات به د غزې تر ټولو ستر ښاري سیمې ژورو برخو ته وغځوي.
























