د نیمروز ولایتي چارواکو خبر ورکړی چې د افغانستان او ایران ترمنځ د ورېښمو پُل د هر ډول تګ او راتګ لپاره بېرته پرانیستل شوی دی.
د نیمروز ولایت مقام د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه لار نږدې یوه اوونۍ د ایران له لوري تړل شوې وه، خو د نیمروز سیمه ییزو چارواکو او د ایران اړوندو مسوولینو تر خبرو اترو وروسته بېرته پرانیستل شوه.
د ورېښمو پُل د افغانستان او ایران ترمنځ یو مهم سوداګریز او تګ راتګي بندر دی چې د خلکو د تګ راتګ تر څنګ د مالونو د صادراتو او وارداتو لپاره هم ستره اقتصادي ګټه لري.
چارواکي وایي، د دې لارې پرانیستل به د سیمې د سوداګرو او عامو خلکو پر ورځني ژوند مثبت اغېز ولري.




























