د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق (UNFPA) په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره یو ځای شاوخوا ۱۱ زره او ۶۰۰ امېندوارې مېندې بېړنیو روغتیايي مرستو ته عاجله اړتیا لري.
د دې ادارې اجراییوي مشرې دیان کیتا ټینګار کړی: «زموږ لومړیتوب دا دی چې د امېندوارو مېندو تر څنګ ودرېږو او د هغوی د چټکې بیارغونې ملاتړ وکړو.»
د UNFPA په وینا، که څه هم د لېرې پرتو سیمو لارې د زلزلې له امله ویجاړې شوي او یا موټر نه شي ورتللی، خو بیا هم څلور ګرځنده روغتیايي ډلې د امبولانسونو او بیړنیو درملو سره د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو ته استول شوي دي.
ملګري ملتونه زیاتوي، افغانستان په اسیا کې له هغو هېوادونو څخه دی چې د مور او ماشوم د مړینې کچه پکې لوړه ده.
























