وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه نوي اجراییوي فرمان سره د امریکا دفاع وزارت نوم د «جګړې وزارت» ته واړاوه، د دغه وزارت وزیر پیټ هیګسټ تازه نن پر ټولنیزې رسنۍ “اېکس” لیکلي: «د جګړې وزارت به هره ورځ او په هره لاره چمتو وي، څو زموږ وګړي په سوله کې ژوند وکړي.»
نوموړي زیاته کړې، چې د وزارت شعار د پوځ د یوې پخوانۍ قطعې له وینا څخه اخیستل شوی دی: «هغه څوک چې د سولې هیله لري، باید د جګړې لپاره چمتو وي.»
د ټرمپ د پرېکړې له اعلان سره سم، د وزارت ټولې لوحې، لوګو او رسمي نښې له «دفاع وزارت» څخه «جګړې وزارت» ته بدل شوې.
د جګړې وزیر په خپلو څرګندونو کې د «ځواک له لارې سوله» اصل یو ځل بیا یاد کړی او ټینګار یې کړی چې د پوځي ځواک او بشپړ چمتووالي له لارې به د امریکا د سولې او امنیت ضمانت کېږي.




























