د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د افغانستان د وروستیو مرګونو زلزلو په اړه خپله خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په داسې سختو حالاتو کې باید له افغانانو سره مرسته وشي، نه دا چې په زوره له پاکستانه وایستل شي.
عمران خان، چې دا مهال د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې بندي دی، د جمعې په ورځ پر ټولنیزه رسنۍ “اېکس” لیکلي: په افغانستان کې د زلزلې له امله سخت خواشینی یم او پر دې هم خپه یم چې موږ خپل مسلمان وروڼه په زوره له هېواده باسو، په داسې حال کې چې موږ باید په دې سخت وخت کې د دوی تر څنګ ودرېږو.
هغه له خیبر پښتونخوا چارواکو هم غوښتي، چې په دې ستونزمنو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.
























