د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپاره شوي پیغام کې ویلي، چې جرمني د افغانستان په ختیځ کې د مرګونې زلزلې له کبله د افغانانو او په ځانګړې توګه د زلزله ځپلو کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګندوي.
د وروستیو راپورونو له مخې، په دې زلزله کې تر ۱۱۰۰ ډېر کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۲۸۰۰ نور ټپیان شوي دي.
په ورته مهال، د ملګرو ملتونو د لومړنیو ارزونو پر بنسټ له ۱۲ زرو څخه زیات کسان بېکوره شوي دي او د ښوونځیو، کلینیکونو او نورو بنسټیزو اسانتیاوو د ویجاړېدو له امله خلک له جدي ستونزو سره مخ دي.





























