د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر، ماکسیم پرووت، نن پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه هېواد به له اسټرالیا، برېټانیا، کاناډا او فرانسې سره یوځای د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د فلسطین د دولت د رسمیت پېژندنې اعلان وکړي.
نوموړي څرګنده کړې، چې دا پرېکړه د غزې د بشري ناورین او د اسرایيل له لوري د نړیوالو قوانینو د سرغړونو په غبرګون کې شوې ده.
د هغه په وینا، بلجیم به پر اسرایيلي وارداتو بندیزونه ولګوي او د اسرایېلي شرکتونو پر تړونونو به هم له سره غور وکړي.






























