د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د جمعې په ورځ د پاکستان پر هغې پرېکړې ژوره اندېښنه څرګنده کړه چې له مخې به یې د سپټمبر له لومړۍ نېټې د افغان کډوالو جبري ایستل پیل شي. دوی خبرداری ورکړی چې دغه اقدام به د ستنېدونکو لپاره بېړني او سخت زیانونه ولري.
په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي:
»مېلیونونه افغانان په پاکستان کې له دې ګواښ سره مخ دي چې بېرته افغانستان ته وشړل شي، داسې حال کې چې هلته له لوی بشري ناورین سره لاس او ګرېوان دي. د دوی ژوند او ازادي به له جدي ګواښونو سره مخامخ شي. «
راپورونه ښيي چې په وروستیو اونیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې بې دلیله نیونې، ډلهییز بندیزونه او جبري ایستنې زیاتې شوې دي. د پاکستان حکومت د «د غیرقانوني بهرنیانو د ستنولو پلان» تر نامه لاندې اعلان کړی چې د سپټمبر له لومړۍ نېټې وروسته به افغان کډوال، حتا هغه کسان چې د کډوالۍ د کارت (PoR) لرونکي دي، هم وشړل شي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستانه وغوښتل چې د افغان کډوالو جبري اخراج ژر تر ژره ودروي، د «نه ستنولو» اصل ته ژمن پاتې شي او د نړیوالو قوانینو درناوی وکړي.
ورته مهال، دوی د پاکستان له خلکو او حکومت څخه د میلیونونو افغان کډوالو د اوږدې مودې مېلمستیا په تړاو مننه کړې، خو له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه وکړه چې د پاکستان حکومت او کوربه ټولنو ته لا زیات ملاتړ برابر کړي.






































