د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی او د افغانستان پر ننگرهار او خوست ولایتونو د پاکستاني پوځ د هوایي بریدونو په غبرګون کې یې ورته د احتجاج لیک سپارلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې په دغو بریدونو کې ۳ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي، د پاکستان پوځ له خوا د افغانستان د هوايي حریم نقض او د ډیورنډ کرښې ته څېرمه پر ولسي وګړو بمباري په کلکو ټکو غندي او دا یې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض او یو پاروونکی عمل بللی دی.
وزارت ټینګار کړی چې د افغانستان د حریم ساتنه د اسلامي امارت لپاره سره کرښه ده او پاکستان ته په ډاګه شوې چې دغه ډول بېمسؤلیته کړنې به خامخا عواقب ولري.


























