د اسراییلو ۱۲کانال راپور ورکړی چې تیره ورځ د دغه هېواد پوځ لږ تر لږه اته هوایي بریدونه دمشق ته څیرمه د الکسوه سیمه کې د نظامي اډو پر وړاندې ترسره کړي دي.
ځایي سرچینو ویلي، د بریدونو شدت دومره زیات و چې د سوریې د پخوانیو څو پوځي اډو ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړې شوې.
د رویټرز خبري آژانس په وینا، سوریایي پوځي سرچینو او د دولت اړوند الاخباریه شبکه هم تایید کړې چې اسراییل د دمشق په جنوبلوېدیځ کې پر پخوانیو پوځي اډو یو لړ بریدونه ترسره کړي دي.
یاد شوي بریدونه په همدې سیمه کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د اسراییلو دوهم هوایي برید وه.
ځایي سرچینې په دمشق کې وایي، وروستي بریدونه نه یوازې د انساني تلفاتو لامل شوي، بلکې د پوځي زیربناوو پراخ ویجاړی یې هم رامنځته کړی دی.




















