د افغانستان د کوېټي ښار د کونسلګرۍ سرپرست مولوي محمد حبیب ناصر وايي، افغانانو ته د ویزې ورکولو بهیر کې پراخې اسانتیاوې رامنځته شوې دي. د ده په وینا، کونسلګري هره ورځ تر ۶۵۰ کسانو پورې ویزې صادروي.
ناصر زیاته کړې چې د ویزې غوښتونکي کولای شي په یوازې دوو ساعتونو کې خپله ویزه ترلاسه کړي، څو د خلکو ستونزې کمې شي او د سفر پروسه په اسانۍ ترسره شي.
بلخوا، یو شمېر افغانان چې پاکستان ته د تګ هڅه کوي، شکایت کوي چې د پاکستان ویزې ترلاسه کول ډېر وخت نیسي او کله ناکله دوه میاشتې وروسته هم خلکو ته ویزې نه ورکول کېږي.
د شنونکو په باور، د افغانستان د ویزو چټک بهیر د هغو کسانو لپاره د پام وړ اسانتیا ده چې د سوداګرۍ، درملنې او کورنیو لیدنو لپاره د تګ راتګ اړتیا لري.


























