په داسې حال کې چې د غزې جګړه لاهم دوام لري، د اسراییلو وروستي بریدونه او په ځانګړي ډول د سوېل غزې پر ناصر روغتون برید، پراخ نړیوال غبرګونونه راپارولي دي. په دغه برید کې لږ تر لږه د پنځو خبریالانو په ګډون شل کسان شهیدان شوي دي.د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د سویلي کوریا له ولسمشر سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې د غزې جګړه باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي. نوموړي هیله څرګنده کړه چې جګړه به د راتلونکو دوو یا دریو اونیو په ترڅ کې بشپړ پای ته ورسېږي.ټرمپ د ناصر روغتون پر برید هم ناخوښي څرګنده کړې او دا برید یې غندلی دی. هغه دا پېښه د ملکي خلکو د وژنې یو دردناک عمل بللی دی.په همدې حال کې د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ لامي دغه برید غندلي او ویلي، چې په غزه کې بېړني اوربند ته اړتیا ده.
په ورته وخت کې، د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ دغه برید «جنګي جنایت» او «د مطبوعاتو پر ازادۍ برید» بللی دی. یادې ماڼۍ ټینګار کړی چې اسراییل د خبریالانو په نښه کولو سره نشي کولی د خپلو کړنو حقیقتونه پټ کړي.
له دې سره سم جرمني د برید په اړه د «بې پرې څېړنو» غوښتنه کړې ده.
(د خبریالانو فعالیت د غزې جګړې د ویجاړوونکو واقعیتونو د ښودلو لپاره اړین دی او هېڅکله د بدیل وړ نه دي.)
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې اسراییل باید د رسنیو د آزاد لاسرسي او د خبریالانو د خوندیتوب ضمانت وکړي.دا په داسې حال کې ده، چې د غزې د چارواکو په وینا، په برید کې د رویټرز دوه عکاسان ، د الجزیرې عکاس ، خپلواکه خبریاله مریم ابو دقه او خبریال معاذ ابو طه وژل شوي دي. د فلسطین د خبریالانو اتحادیې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې، د اسراییلي بریدونو له امله له ۲۴۰ زیات فلسطیني خبریالان وژل شوي دي. دغه لړۍ پراخ نړیوال غبرګونونه پارولي او د خبریالانو د خوندیتوب په اړه یې جدي اندېښنې راولاړې کړې دي.






















