د سوریې د انتقالي دورې ولسمشر احمد الشرع اعلان کړی چې د سوریې او اسراییل ترمنځ د یوه امنیتي تړون لپاره «پرمختللې خبرې» روانې دي.
الشرع د وږي پر ۲مه وویل، هر احتمالي تړون به د ۱۹۷۴ کال د اوربند پر بنسټ وي، هغه تړون چې د یومکیپور جګړې وروسته د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب لاسلیک شوی و او د جولان پوله یې تر اوږدې مودې نسبي ثبات کې ساتلې وه.
هغه ټینګار وکړ: «هره پرېکړه چې د سوریې او سیمې په ګټه وي، بې له شکه به عملي شي.»
راپورونه ښيي، ټاکل شوې نن به د امریکا په منځګړیتوب د سوریې او اسراییل ترمنځ امنیتي تړون امضا شي. په همدې لړ کې د امریکا ځانګړي استازي ټام باراک د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره لیدلي دي.
الشرع همدارنګه وویل چې د سوریې یووالی باید وساتل شي او هېڅ ډول وسله د دولت له چوکاټه بهر د منلو وړ نه ده.
په وروستیو کې د دمشق اختلاف له کُردانو او دروزیانو سره د بحث وړ ګرځېدلی او د دې ډلو د برخلیک تر څنګ د سوریې د سیاسي او امنیتي راتلونکې په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
























