د پښتونخوا د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې ویلي، چې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه او ۵۲ نور ټپیان شوي دي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، د روان اګست له ۱۵مې نېټې راهیسې یوازې په پښتونخوا کې ۴۰۹ تنه مړه او ۲۵۱ نور ټپیان شوي دي.
ځایي چارواکي وایي، د سېلابونو له کبله د برېښنا رسولو چارې ټکنۍ شوې، عامه تاسیساتو ته زیان رسېدلی او زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.
د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د وروستي راپور پر بنسټ، په ټول پاکستان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله د مړو شمېر ۷۸۸ ته رسېدلی دی.
























