د اسلامي امارت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ، د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه پرون د مرمرینې ماڼۍ په تالار کې ترسره شوه.
د اقتصادي مرستیالۍ د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د منرالونو د ملي پالیسۍ مسوده د بحث او ارزونې لپاره وړاندې شوې وه.
سرچینه زیاتوي، چې د اقتصادي کمېسیون له لوري تر هر اړخیزې ارزونې وروسته یادې مسودې ته مثبت رایه ورکړل شوه او تائید یې کړه.
د اقتصادي مرستیالۍ په وینا، د منرالونو ملي پالیسي به د هېواد د طبیعي زېرمو د اغېزمنې استفادې او د عوایدو د زیاتوالي لپاره د لارې نقشه وګرځي.


























