د ننګرهار امنیتي مسوولین وایي، چې د دې ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ د شپږو غړو د وژنې په تور څو تنه نیول شوي دي.
د چارواکو په وینا، د نیول شویو کسانو هویت به د یوې رسمي خبري ناستې له لارې خلکو ته په ډاګه شي.
دغه پېښه څو ورځې وړاندې رامنځته شوې وه، چې په ترڅ کې یې یو سپینږیری، یوه ښځه او څلور معصوم ماشومان په بېرحمانه ډول وژل شوي وو. د یادې پېښې له امله نه یوازې کورنۍ، بلکې ټوله سیمه د ژورې غمیزې ښکار شوې وه.


























