د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له اسلامي امارت او پاکستان غوښتي، چې د امنیتي همکارۍ درې اړخیزه میکانیزم لا پیاوړی کړي. نوموړي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د کابل سفر پر مهال، د افغان او پاکستاني استازو سره په ګډه ناسته کې وکړې.
وانګ یي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د سیمې هېوادونه باید د متقابل ستراتیژیک باور د پیاوړتیا لپاره هڅې ډېرې کړي او امنیتي همکارۍ لا ژورې کړي. وانګ یي همداراز ډاډ ورکړ، چې چین چمتو دی د خپلو ګاونډیانو د اساسي ګټو ملاتړ وکړي او د هر ډول بهرنۍ لاسوهنې پر وړاندې درېږي. د هغه په وینا، چین به د هغو اشخاصو او ډلو پر وړاندې هم کلک دریځ ولري چې د افغانستان، پاکستان او چین د ګډو ګټو یا واکمنۍ پر وړاندې ستونزې جوړوي








































