د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د هرات په خونړۍ ترافیکي پېښه کې د ګڼو کسانو د مړینې په تړاو خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
کرزي نن د اېکسپاڼې له لارې په یوه بیان کې لیکلي، چې د دغې غمجنې پېښې خبر یې سخت خپه کړی دی.
هغه د قربانیانو کورنیو ته د صبر جمیل هیله کړې او ټپیانو ته یې د ژر تر ژره روغېدو دعا کړې ده.
یاده پېښه تیره شپه د هرات ـ اسلامکلا پر لویه لار هغه مهال وشوه، چې د مسافرو یو ۴۰۴ بس موټر له مازدا باروړونکي او موټرسایکل سره ټکر وکړ او لږترلږه ۷۱ کسان پکې مړه شول.
































