د امریکا او روسیې د ولسمشرانو تر منځ په الاسکا کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په موخه ناسته بېپایلې پای ته ورسېده. له دې وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ترکیې او هنګري د بهرنیو چارو وزیرانو سره ټلیفوني خبرې وکړې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې لاوروف له خپل ترکي سیال هاکان فیدان سره د ترکیې په نوښت خبرې کړي او د پوتین او ټرمپ د لیدنې د پایلو په اړه یې نظرونه تبادله کړي دي.
ترکیه چې د ناټو غړیتوب لري او له روسیې او اوکراین دواړو سره اړیکې ساتي، د جګړې په بهیر کې د منځګړیتوب رول لوبولی دی.
لاوروف له هنګري د بهرنیو چارو وزیر پیټر سیجارتو سره هم خبرې وکړې او د اوکراین د کړکېچ او د روسیې – امریکا د ناستې د پایلو په اړه یې بحث وکړ. هنګري چې له مسکو سره نږدې اړیکې لري، څو ځله د اروپايي ټولنې له بندیزونو سره مخالفت کړی او لا هم له روسیې سره د انرژۍ په برخه کې همکارۍ ته دوام ورکوي.
د دې هېواد لومړي وزیر ویکتور اوربان د پوتین او ټرمپ تر لیدنې وروسته وویل: «نن نړۍ له پرون څخه خوندي شوې ده.»
خو د اروپا نورو مشرانو ټینګار کړی، چې د اوکراین د خاورې په اړه پرېکړه یوازې د اوکراینیانو حق دی.


























