د مصري چارواکو او حماس ترمنځ د خبرو اترو سره هممهاله، د چهارشنبې په ورځ د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲۳ کسان شهیدان شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت په وینا، په تېرو دوو ورځو کې په دې سیمه کې د درېیو ماشومانو په ګډون اته نور کسان د لوږې له امله هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو کارپوهان وایي، د جګړې او محاصرې دوام د غزې اوسېدونکي له جدي بشري ناورین سره مخ کړي، او د خوراکي توکو، درملو او سون توکو کموالی ورځ تر بلې زیاتېږي.


























