د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ، د دغه هېواد د رسنیو له مدیرانو سره په یوه ناسته کې پر خبرو اترو ټینګار وکړ او وویل، که خبرې ونه شي، بیا به «اسراییل او امریکا راځي او برید کوي». هغه زیاته کړه: «خبرې نه کوې؟ نو څه غواړې؟ جګړه؟ ښه، وجنګېږې، بیا هرڅه جوړ کړو، خو دوی بیا راځي او برید کوي.
پزشکیان ټینګار وکړ چې د استقلال او خپلواکۍ د ساتلو لپاره باید بندیزونه وزغمل شي، او د اسلام سپارښتنه دا ده چې که دښمن سوله وړاندیز کوي، باید له خبرو ډډه ونه شي.
پزشکیان وویل، د هېواد په چارو کې د رهبر له مشورې پرته هېڅ نه ترسره کوي، خو هر هغه کار چې د هېواد او خلکو په ګټه وي، باید عملي شي.


































