د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویتکاف په هسپانیا کې د قطر د بهرنیو چارو له وزیر عبدالرحمان ال ثاني سره د غزې جګړې د پای ته رسولو او د حماس له لوري د اسراییلي یرغمل شویو د خوشې کولو په اړه خبرې کړي دي.
د اکسیوس د راپور له مخې، دغه لیدنه د اسراییل د بریدونو د زیاتېدو او د غزې د نیولو د مخنیوي لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو په اوج کې ترسره شوې ده. د حماس سرچینې وایي چې امریکا، قطر او مصر له اسراییل سره خبرې کوي څو د ټولې غزې د نیولو مخه ونیول شي او اوربند رامنځته شي.
قطر او امریکا هیله لري چې په راتلونکو دوو اوونیو کې د اسیرانو د خوشې کولو لپاره یو هر اړخیز پلان اسراییل او حماس ته وړاندې کړي. وړاندیز شوې طرحه کې د جګړې پای، د اسراییل بشپړ وتل، د فلسطیني وسلهوالو ډلو بې وسلې کول، د حماس د پوځي مشرانو تبعید او په غزه کې د نوې ملکي ادارې جوړول شامل دي.
اسراییل په دې وروستیو کې د غزې د بشپړ نیولو پرېکړه تصویب کړې او لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو اعلان کړی چې هدف یې د غزې بشپړ کنټرول دی.
























