د پاکستان د تحریک انصاف ګوند او د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت د دغه ایالت په بېلابېلو سیمو کې د هر ډول پوځي عملیاتو مخالفت کړی، خو د پاکستان د کورنیو چارو د دولت وزیر طلال چوهدري وایي چې د وسلهوالو پر ضد به د ملي کړنلار له مخې اقدامات روان وي.
دا څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راغلي، چې د تحریک انصاف لوړ پوړي غړي اسد قیصر په پارلمان کې خبرداری ورکړ چې د هر ډول پوځي عملیاتو پر وړاندې به مقاومت وکړي. نوموړي د ترهګرۍ د ختمولو لپاره د خبرو او سیاسي حل لار اړینه وبلله. عمران خان هم د خېبر پښتونخوا حکومت ته سپارښتنه کړې، چې له عملیاتو سره مخالفت وکړي.
خو طلال چوهدري ویلي، د ملي امنیت تګلارې پلي کول به د چا د مخالفتونو تابع نه وي. نوموړي وویل چې د خېبر پښتونخوا حکومت له ملي بودجې څخه اوه سوه میلیارده روپۍ د ترهګرۍ ضد هڅو لپاره تر لاسه کړې دي، نو باید خپلې قانوني دندې ترسره کړي.
د سیمې اوسېدونکي اندېښنه لري چې پوځي عملیات به یو ځل بیا بېځایهوالي، تاوتریخوالی او بشري ستونزې زیاتې کړي.


























