د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي چې د اسلامي امارت د حکم له مخې، په یو شمېر وزارتونو او ادارو کې نوې ټاکنې شوې دي.
د نوموړي په وینا، دا ټاکنې د ادارې مؤثریت او د چارو د لا ښه تنظیم لپاره ترسره شوې دي.
- قاري عبدالولي صدیقي – د اریانا افغان هوايي شرکت پخوانی رئیس، د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري معین په توګه وټاکل شو.
- ملا بخت الرحمن شرافت – د عامې روغتیا وزارت پخوانی مالي او اداري معین، د اریانا افغان هوايي شرکت د رئیس په توګه وګمارل شو.
- قاري عبدالمجید – د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پارکونو پخوانی رئیس، د احصایې او معلوماتو ادارې د احصایې د مرستیال په توګه منصوب شو.
- مولوي شهابالدین ثاقب – د پوهنې وزارت د دفتر پخوانی رئیس، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالي او اداري معین په توګه وټاکل شو.
- شیخ محمد طارق طاووس – د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو پخوانی رئیس، د پوهنې وزارت د دفتر د رئیس په توګه وټاکل شو.
د ښاغلي مجاهد په خبره دغه ټاکنې د اسلامي امارت د رهبر د حکم له مخې عملي شوي، او تمه ده چې له امله به یې ادارې لا منظمې او د خدمتونو کیفیت لوړ شي.
ټرمپ: قاسم سلیماني د سړک غاړې بمونو پلار و
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د سپاه پاسداران پخواني قوماندان، قاسم سلیماني د وژنې په اړه تازه څرګندونې کړې دي. ټرمپ ویلي، چې سلیماني د هغو سړک غاړې بمونو د بریدونو طراح و، چې د امریکا پوځ ته یې درانه زیانونه اړولي دي.
ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ یوې غونډې ته په خبرو کې په طنزي انداز وویل:
«سلیماني چیرته دی؟ هغه د سړک غاړې د بمونو پلار و.»
نوموړي وویل چې د سلیماني لهخوا پلان شوي بریدونه د امریکا په پوځیو کسانو مرګژوبله راوستې. هغه زیاته کړه:
«۹۲ سلنه هغه کسان چې یا وژل شوي او یا سخت ژوبل شوي، دا د سلیماني کار و.»
ټرمپ یادونه وکړه، چې یوه امریکایي افسر په افغانستان کې د ماموریت پر مهال د سړک غاړې د بم له امله وژل شوی و، چې دا برید د سلیماني له لوري طرحه شوی و.
له هغې وروسته چې سلیماني د امریکا په یوه هوايي برید کې ووژل شو، د ایران چارواکو څو ځله ټرمپ ته د غچ اخیستلو ګواښونه کړي دي.
په تازه څرګندونو کې د ایران د قم ښار د مدرسې له دوه زرو زیاتو ښوونکو په یوه اعلامیه کې ویلي:
«د ټرمپ وینه او ملکیت حلال دی، او د سلیماني د وینې غچ اخیستل پر هر مسلمان واجب دي.»
قاسم سلیماني، چې د سپاه قدس ځواک مشر و، د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۳مه نېټه د امریکا په یوه بېپیلوټه هوايي برید کې د بغداد نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه ووژل شو. دا برید هغه مهال د ایران او امریکا اړیکې نږدې د جګړې تر حده ورسولې.


























