د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د سپاه پاسداران پخواني قوماندان، قاسم سلیماني د وژنې په اړه تازه څرګندونې کړې دي. ټرمپ ویلي، چې سلیماني د هغو سړک غاړې بمونو د بریدونو طراح و، چې د امریکا پوځ ته یې درانه زیانونه اړولي دي.
ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ یوې غونډې ته په خبرو کې په طنزي انداز وویل:
«سلیماني چیرته دی؟ هغه د سړک غاړې د بمونو پلار و.»
نوموړي وویل چې د سلیماني لهخوا پلان شوي بریدونه د امریکا په پوځیو کسانو مرګژوبله راوستې. هغه زیاته کړه:
«۹۲ سلنه هغه کسان چې یا وژل شوي او یا سخت ژوبل شوي، دا د سلیماني کار و.»
ټرمپ یادونه وکړه، چې یوه امریکایي افسر په افغانستان کې د ماموریت پر مهال د سړک غاړې د بم له امله وژل شوی و، چې دا برید د سلیماني له لوري طرحه شوی و.
له هغې وروسته چې سلیماني د امریکا په یوه هوايي برید کې ووژل شو، د ایران چارواکو څو ځله ټرمپ ته د غچ اخیستلو ګواښونه کړي دي.
په تازه څرګندونو کې د ایران د قم ښار د مدرسې له دوه زرو زیاتو ښوونکو په یوه اعلامیه کې ویلي:
«د ټرمپ وینه او ملکیت حلال دی، او د سلیماني د وینې غچ اخیستل پر هر مسلمان واجب دي.»
قاسم سلیماني، چې د سپاه قدس ځواک مشر و، د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۳مه نېټه د امریکا په یوه بېپیلوټه هوايي برید کې د بغداد نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه ووژل شو. دا برید هغه مهال د ایران او امریکا اړیکې نږدې د جګړې تر حده ورسولې.




























