د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځني ختیځ لپاره ځانګړی استازی سټیو وېټکاف د روسیې پلازمېنې مسکو ته رسېدلی دی.
د رویټرز خبري آژانس د باوري سرچینو په حواله لیکلي، چې وېټکاف ته په هوايي ډګر کې د پانګونې په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي او یو مل پلاوي هرکلی کړی دی.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د واشنګټن او مسکو ترمنځ اړیکې له وړاندې ترینګلې دي. د امریکا ولسمشر مخکې ویلي وو، که روسیه په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره جدي ګامونه پورته نه کړي، نوي بندیزونه به پرې ولګوي. تر اوسه د سټیو وېټکاف د سفر دقیق هدف نه دی څرګند، خو شنونکي دا هڅه د احتمالي مذاکراتو یا اقتصادي تعامل لپاره یو “غیر رسمي دیپلوماتیک ګام” بولي




















