د پاکستان حکومت هغه ادعاوې بېاساسه او له حقیقته لرې وبللې، چې ګواکې پاکستانی وګړي په اوکراین کې روانې شخړې کې ښکېل دي. په یوه رسمي بیان کې ویل شوي، چې تر اوسه د اوکراین له لوري نه رسمي اړیکه نیول شوې او نه هم کوم کره ثبوت وړاندې شوی، چې دغه تورونه تایید کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی به دا موضوع له اوکرایني چارواکو سره په رسمي ډول مطرح کړي او د توضیحاتو غوښتنه به وکړي.
بیان کې ټینګار شوی، چې پاکستان د اوکراین د جګړې د سولهییز حل کلک ملاتړ کوي او دا مسئله باید د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.
پاکستان دا دریځ په داسې حال کې څرګند کړی، چې په نړیوالو رسنیو کې ځینې راپورونه خپاره شوي، چې پکې د پاکستاني وګړو د ښکېلتیا ادعا شوې، خو تر دې دمه هیڅ رسمي اسناد نه دي وړاندې شوي.
























