د کندز-تخار لویه لاره د تیرو پنځلسو ورځو راهیسې د مسافرو پرمخ تړلې ده.
د کندز سیمه ییز چارواکي وایي د دغې لارې په ځینو برخو کې واکمن دي او دوی د کمکي هوایي او ځمکنیو ځواکونو له ملاتړ پرته نشي کولی طالبان په شا وتمبوي.
د کندز ولایتي شورا وایي مرکزي حکومت باید د دغې لویې لارې خلاصولو لپاره پراخ عملیات ترسره کړي.
د کندز اوسیدونکي بیا د دغه ولایت سیمه ییز چارواکي پر بې غورۍ تورنوي.
کندز هغه ولایت دی چې په تیرو پنځو کلونو کې دوه ځلې د طالبانو لاسته لویدلی او اوس هم د دغه ولایت په ځینو برخو کې وسله وال طالبان فعالیت کوي.