د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوه لوړپوړي سلاکار د یکشنبې په ورځ پر هند تور ولګاوه، چې د روسیې څخه د تېلو پېرلو له لارې د اوکراین پر ضد جګړه تمویلوي.
نوموړي زیاته کړه، چې هند له روسیې څخه ساوخوا د چین په اندازه تېل پېري.
په ورته وخت کې، هندي چارواکو د دې نیوکو په غبرګون کې څرګنده کړې چې هېواد به یې له روسیې څخه د تېلو پېرلو ته دوام ورکړي. هغوی ټینګار کړی، چې دا یوه اقتصادي اړتیا ده او د خپلو ملي ګټو پر بنسټ پرېکړې کوي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې امریکا د جمعې په ورځ پر هندي محصولاتو ۲۵ سلنه تعرفې ولګولې. ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی، که روسیه له اوکراین سره سوله و نه کړي؛ نو پر هغو هېوادونو به ۱۰۰ سلنه تعرفې لوړې کړي، چې له روسیې څخه تېل پېري.
دا وضعیت داسې مهال پېښیږي، چې د هند او امریکا اقتصادي او ستراتیژیکي اړیکې له یو بل سره په مهم پړاو کې دي. هند په پرلهپسې توګه ټینګار کوي، چې خپلې انرژۍ اړتیاوې له مختلفو سرچینو پوره کوي او دا موضوع باید له جیوپولیتیکو فشارونو څخه مستثنی پاتې شي.




















