اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې په خپله تازه سرمقاله کې لیکلي، د مې میاشتې راهیسې د هند او پاکستان ترمنځ د ختیځې پولې پر سر راپورته شوې شخړې له امله، پاکستان خپلې ډېری امنیتي سرچینې د ختیځې پولې خوندیتوب ته اړولې دي. دا بدلون د لوېدیځې پولې، په ځانګړي ډول بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې، د ترهګرۍ ضد عملیاتو پر وړاندې یو خنډ ګرځېدلی.ورځپاڼه وایي، دا وضعیت د ترهګرو ډلو، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او بلوڅ بېلتونپالو، لپاره یو فرصت برابر کړی، څو خپلې حملې زیاتې کړي. راپور وایي، د TTP جنګیالي شاوخوا ۶۰۰۰ تنو ته رسېدلي، او له داعش سره هم د تاکتیکي اړیکو شواهد شتون لري، سره له دې چې دواړه ډلې فکري اختلافات لري.
سرمقاله زیاتوي، داعش هم د هند له هغو څرګندونو ګټه اخلي چې د اسلامي ارزښتونو خلاف بلل کېږي، څو د خپلو جنګیالیو د جلب او جذب لپاره یې وکاروي. همداراز، نوې ډیلي هڅه کوي چې د خپلو امنیتي او استخباراتي ناکامیو پړه پر پاکستان واچوي.




















