د غزې سیمهییزو روغتیايي چارواکو او نړیوالو مرستندویو بنسټونو خبرداری ورکړی، چې په دغه محاصره شوې سیمه کې د ماشومانو لپاره د شیدو بدیل (شیدو پوډر) او نورو اړینو خوړو سخت کمښت رامنځته شوی، چې له املهیې لسګونه ماشومان د لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د روغتیایي مرکزونو د وروستیو معلوماتو له مخې، یوازې تر دې دمه لږ تر لږه ۹۰ ماشومان د شدیدې لوږې له امله مړه شوي، او دا شمېر د هرې ورځې په تېرېدو سره مخ پر زیاتېدو دی.
د غزې روغتونونو تایید کړې، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نور دوه ماشومان هم د لوږې له امله مړه شوي، چې له دې سره د لوږې له کبله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۵۹ تنو ته رسېدلی.
طبي کارپوهان وايي، چې د شیدو نشتوالی، په ځانګړې توګه هغو ماشومانو ته چې لا یې غاښونه نه دي راوتلي، د بدن معافیت له منځ وړي او هغوی د ساري ناروغیو په وړاندې بېوسه کوي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره (یونیسف)، د بشري مرستو نړیوال سازمانونه، او ګڼو نورو بنسټونو له اسراییلي چارواکو غوښتي چې د مرستو د رسېدو لارې دې ژر تر ژره پرانیزي.
هغوی خبرداری ورکړی چې که د غزې محاصره ژر ختمه نهشي، دا به د یوې فاجعهبارې بشري ناورین لامل شي.
مرستندویې ډلې وایي، چې د خوړو، پاکو اوبو، درملو، او لومړنیو اړتیاوو دوامداره بندیز، نه یوازې ماشومان، بلکې زرګونه مېرمنې، زاړه او ناروغان هم له مرګوني خطرونو سره مخ کړي دي.


























