د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي عصمتالله ارګاشف په پلازمېنه تاشکند کې د ترکیې له سفیر اوفوک اولوتاش سره لیدلي دي.
د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان پر اوسني وضعیت، د سیمې پر ثبات، او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراخولو خبرې کړې دي.
همداراز، د افغانستان او سیمهيیزو هېوادونو تر منځ د امنیتي مسایلو، اقتصادي همکاریو او راتلونکو ګامونو په اړه هم بحث شوی، څو له افغانستان سره د همکارۍ لارې لا پراخې شي.
یاده ناسته په داسې حال کې ترسره شوې چې سیمهییز هېوادونه هڅه کوي د افغانستان د ثبات لپاره ګډه همغږي رامنځته کړي او د بشري، اقتصادي او امنیتي همکاریو له لارې له افغانانو سره اړیکې پیاوړې کړي.
























