د چین پلازمېنه بیجېنګ او شاوخوا سیمې د سختو ورښتونو له امله له جدي بشري او مالي زیانونو سره مخ شوي دي. د چین رسمي رسنیو د راپور له مخې، تر دې دمه ۳۰ کسان مړه شوي، چې پکې ۲۸ کسان په مییون ولسوالۍ او ۲ نور په یانچېنګ سیمه کې موندل شوي دي.راپورونه وایي، چې تر ۸۰ زره زیات اوسېدونکي اړ شوي، څو خپل کورونه پرېږدي، او په لږ تر لږه ۱۳۶ کلیو کې برېښنا پرې شوې ده. همداراز، ګڼ شمېر سړکونه، پلونه او مخابراتي شبکې هم د ورښتونو او سېلابونو له امله ویجاړې شوې دي.
په راپورونو کې ویل شوي، چې تر ټولو درانه ورښتونه هوایرو ولسوالۍ ته رسیدلي، چې هلته د سړکونو نښلیدو، رسونې، او ژغورنې چارې له جدي خنډونو سره مخ دي.
د چین ولسمشر شي جېنپېنګ د دې طبیعي ناورین له امله د ژور خواشینۍ څرګندونه کړې او ویلي یې دي، چې باید ژغورنیز ټیمونه ټولې ممکنه اسانتیاوې برابرې کړي.
هوا پېژندونکي چارواکي خبرداری ورکوي، چې د نږدې ورځو لپاره لا هم د ورښتونو دوام امکان شته، چې کیدای شي وضعیت نور هم کړکېچن کړي.




















