د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د ORD مؤسسې په همکارۍ د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د غړو هېوادونو د ۳۰م نړیوال کنفرانس (COP-30) په تړاو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې له رسنیو سره یو ورځنۍ مشورتي غونډه ترسره کړه.
په غونډه کې د ملي او نړیوالو رسنیو استازو ګډون کړی و، چې موخه یې د افغانستان د خراب چاپېریالي وضعیت او د اقلیمي بدلون ستونزو د رسنیز پوهاوي پراخول او دا مسئلې تر نړیوالو رسول وو.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیعالحق خالص وویل، چې چاپېریالي ستونزې د اسلامي او انساني ارزښتونو له مخې خورا مهمې دي او د هېواد اوږدمهاله جګړو چاپېریال ته ستر زیانونه اړولي دي. نوموړي د رسنیو ونډه ارزښتناکه وبلله او وغوښتل یې، چې چاپېریالي مسایل دې له سیاسي بحثونو لرې وساتل شي.
د غونډې پر مهال د اقلیمي بدلون ریاست او ORD مؤسسې استازو د (COP) کنفرانسونو په اړه معلومات وړاندې کړل. ګډونوالو هم خپلې مشورې او وړاندیزونه شریک کړل.






























