د سور صلیب نړیوال فدراسیون تازه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو د ناوړه وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له نړۍوالې ټولنې یې د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د یاد فدراسیون د مشر له قوله ویل شوي، که نړیوال اقدام ونشي، دا بشري وضعیت به له کنټروله ووځي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په تېرو څو اوونیو کې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له ایرانه، د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ بېساري چټکه شوې ده.
بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د چنګاښ په ۳۰مه وویل، له اسلامي امارت سره یې د کډوالو په اړه تماسونه زیات شوي او ادعا یې وکړه چې افغانان په داوطلبانه ډول ستنېږي، نه په جبري توګه.
خو راپورونه ښيي، چې هره ورځ زرګونه افغان کډوال له ایرانه په جبري ډول افغانستان ته استول کېږي، چې له امله یې د راستنېدونکو د ژوند وضعیت له جدي ننګونو سره مخ شوی دی.
































