د افغانستان د سرپرست حکومت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنر فلیپو ګرانډي سره په کابل کې کتلي دي.
په دې لیدنه کې فلیپو ګرانډي ټینګار کړی، چې د افغان راستنېدونکو کډوالو لپاره بېړنۍ مرستې او له ټولنې سره د دوی د اغېزمن ادغام پروسه اوس ځانګړی اهمیت لري. نوموړي زیاته کړه، چې د کډوالو عالي کمېشنري به نه یوازې خپلو پخوانیو همکاریو ته دوام ورکړي، بلکې د کډوالو د ستونزو د حل لپاره به هم هڅې زیاتې کړي.
اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې سرپرست حکومت د هغو هر اړخیزو میکانیزمونو ملاتړ کوي، چې د افغان کډوالو ستونزې حل کړي. نوموړي د کډوالو د دایمي استوګنې، بیا ادغام، او ټولنیزو مرستو په برخه کې له UNHCR او نورو بشري سازمانونو څخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
دواړو لورو ژمنه وکړه، چې د افغان کډوالو د وضعیت ښهوالي لپاره به ګډ کار ته دوام ورکوي.
























