د راپورونو له مخې، د سوریې په سوېدا ولایت کې، چې د دروزیانو اکثریت پکې مېشت دی، د شنبې په ورځ سختي ډلهییزې نښتې رامنځته شوې دي.
دغه نښتې له هغه وروسته شوې چې له څو ورځو راهیسې په سیمه کې خونړی تاوتریخوالی دوام لري. سره له دې چې د احمد الشرع تر مشرۍ لاندې حکومت هڅه کوي د اوربند فضا رامنځته کړي، خو جګړه لا هم روانه ده.
رویټرز خبریالان وایي چې د سوېدا ښار له منځه د درنو وسلو ډزې اورېدل شوې او د هاوان ګولۍ د شاوخوا کلیو پر لور توغول کېدې.
تر دې دمه د مرګژوبلې په اړه کومې کره شمېرې نه دي خپرې شوې.
























