د سوریې د ولسمشرۍ دفتر اعلان کړی چې د هېواد په سویل کې د دروز ټولنې او سیمهییزو قبیلو ترمنځ د نښتو د پای ته رسولو په هدف، یو ځانګړی امنیتي ځواک به سویدا ولایت ته واستوي.
ولسمشرۍ دفتر ویلي، دا اقدام د سیاسي او امنیتي هڅو په همغږۍ کې تر سره کېږي، څو د سیمې ثبات بېرته را وګرځي.
له دې سره هممهاله، رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د سوریې د کورنیو چارو وزارت سره تړلي امنیتي واحدونه د دارا سیمې په یوه سړک کې لیدل شوي، چې د سویدا ختیځ ته غځېدلی. یوې امنیتي سرچینې رویټرز ته ویلي، ځواکونه د سویدا سیمې ته د ننوتلو وروستي شنه څراغ ته په تمه دي.
بلخوا، یو اسراییلي چارواکي ویلي، اسراییل هوکړه کړې چې د راتلونکو دوو ورځو لپاره د سوریې ځواکونو ته د سویدا سیمې ته پر لاسرسي محدودیت ولګوي. دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه، چې په سویدا کې د څو ورځو دوامدارو نښتو له امله تر ۳۰۰ زیات کسان ووژل شول.
د سویدا سیمه له نږدې یوې اونۍ راهیسې د سختو تاوتریخوالو شاهد وه، چې د دروز اقلیت او سیمهییزو قبایلي ډلو ترمنځ نښتې پکې شوي. چارواکي وایي، هڅې روانې دي، څو د جګړې ښکېلې غاړې اوربند ته قانع شي او د سیمې حالت عادي شي.


























