د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام باراک اعلان کړی، چې اسراییل او سوریه د ترکیې، اردن او نورو ګاونډیو هېوادونو په ملاتړ د اوربند یوې هوکړې ته رسېدلي دي.
ټام باراک دا څرګندونې د جمعې په ورځ کړي او ویلي یې دي، چې دغه هوکړه د سیمې هېوادونو په فعاله همکارۍ شوې ده.
له دې وړاندې، اسراییل د چهارشنبې په ورځ د دمشق په شاوخوا او د سوریې په جنوبي سیمو کې هوایي بریدونه وکړل، چې په ترڅ کې یې حکومتي ځواکونه په نښه شول. اسراییلي چارواکو دا بریدونه د دروزي اقلیت د ساتنې په موخه بللي دي.
باراک په خپل ایکس پاڼه لیکلي:
»موږ له دروز، بادیه نشنیانو غواړو چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي، او له نورو اقلیتونو سره یوځای د سوریې د یو نوي، متحد هویت د جوړولو لپاره کار وکړي. «
د یادې هوکړې جزئیات لا نهدي افشا شوي، خو سیمهییزې سرچینې وايي، چې دا بهیر د اوربند د دوام، د بشري مرستو د پراختیا او د سولې د خبرو د پیل زمینه برابوي.






























