د سوریې د موقت دولت د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دغه هېواد په جنوبي ولایت سویدا کې له درزي جنګیالیو سره د اوربند یوې هوکړې ته رسېدلي دي.
د سوریې دولتي خبري آژانس (سانا) د راپور له مخې، دغه هوکړه کې د جګړو او د هر ډول بریدونو او حملو د سمدستي بندېدو، او همداراز د دولتي ځواکونو او د تلاشي پوستو پر ضد د هر ډول تعرضي اقدام د مخنیوي شرطونه شامل دي.
د سوریې د کورنیو چارو وزارت ویلي، یوه ګډه نظارتي کمېټه چې د دولت استازي او د دروزو مشران پکې شامل دي، د اوربند د تطبیق څارنه کوي او ډاډ ترلاسه کوي چې د هوکړې مواد عملي کېږي.




























