د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې راپور ورکړی چې د چهارشنبې په ورځ د اسراییل په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۱۵ سرتېري وژل شوي دي. راپور زیاتوي چې وژل شوي کسان د سوریې د دفاع او کورنیو چارو وزارت اړوند ځواکونه وو.
یاد بریدونه په داسې حال کې ترسره شوي چې د سوریې په جنوب کې د سویدا ولایت په بېلابېلو سیمو کې د دروزیانو، بدو قبیلو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتې دوام لري. د نښتو او بریدونو له امله د سیمې وضعیت لا هم ترینګلی بلل شوی دی.






























