د بلخ ولایت د استخباراتو ریاست او یو شمېر نورو امنیتي ارګانونو د ګډو عملیاتو په پایله کې یو اختطاف شوی ماشوم له برمتهکوونکو ژغورل شوی او ټول اختطافګر له خپلو پټنځایونو سره له منځه وړل شوي دي.
یاد عملیات د بلخ د والي په مشرۍ د مزارشریف ښار په سلیم څلور لارې سیمه کې ترسره شول، چې په نتیجه کې یې برمته شوی ماشوم خوندي وژغورل شو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند په خپل اکس پاڼه لیکلي، ماشوم د ولایت مقام ته راوړل شوی او خپلې کورنۍ ته په سلامت حالت کې وسپارل شو.
امنیتي چارواکي زیاتوي چې د اختطافګرو ټولې شبکې، پټنځایونه او وسلې له منځه وړل شوي، او د پېښې پلټنې روانې دي.
د بلخ چارواکو له خلکو غوښتنه کړې چې د شکمنو فعالیتونو پر مهال له امنیتي ادارو سره سمدلاسه اړیکه ونیسي، څو د قانون عملي واکمني لا پیاوړې شي.






















