د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال، اسحاق ډار ویلي، چې په تېرو څو میاشتو کې یې د اسلامي امارت سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره بېلابېل ګامونه اخیستي دي. هغه دا څرګندونې د سویل ختیځ آسیایي هېوادونو (اسیان) د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وکړې.
اسحاق ډار د افغانستان پلازمېنې کابل ته د اپرېل ۱۹مې د خپل سفر یادونه وکړه او د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د درې اړخیزې غونډې مهم رول یې په ډاګه کړ. هغه زیاته کړه چې پاکستان په دې باور دی چې یو سوله ییز، باثباته او هوسا افغانستان د سیمې او په ځانګړي توګه د پاکستان په ګټه دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا هم ځینې ستونزې لري، خو دواړه لوري د خبرو اترو د لارې د شخړو د هواري لپاره چمتووالی ښيي.
































