د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر، سراجالدین حقاني، د یو سفر په ترڅ کې غزني ولایت ته تللی دی.
د غزني ولایت مقام د یوې خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، حقاني د دغه ولایت له لوړپوړو چارواکو سره کتلي او د امنیتي، خدماتي او ادارې اړوند موضوعاتو په اړه یې خبرې کړې دي. نوموړي ډاډ ورکړی چې د غزني د مسوولینو ستونزې او وړاندیزونه به له اړوندو وزارتونو سره شریکوي.
حقاني په دې لیدنو کې حکومتي مسؤلیتونه مهم امانت وبلل او ټینګار یې وکړ چې د اسلامي نظام حق باید ادا شي.


























