د کډوالو چارو چارواکي وايي چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه ټولټال ۲،۶۰۴ افغان کورنۍ بېرته هېواد ته ستنې شوې دي.
د معلوماتو له مخې، له دغو کورنیو څخه:
- ۵۳ کورنۍ د پاکستان له لارې د تورخم بندر،
- ۴۵ کورنۍ د سپین بولدک بندر،
- ۴۹۶ کورنۍ د ازبکستان له لارې د ورېښمو پله،
- او ۲،۰۱۰ کورنۍ له ایران څخه د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته داخلې شوي دي.
چارواکي زیاتوي چې ډېری دغه کورنۍ له شته اقتصادي او بشري ننګونو سره مخ دي او د هغوی د ملاتړ لپاره بشري مرستې اړینې دي.




























