د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د دغه هېواد د مرکزي بانک پر مشر، جیروم پاول، سختې نیوکې کړي دي او له هغه یې غوښتي چې سملاسي استعفا ورکړي. ټرمپ ویلي، پاول د سود د کموالي په برخه کې ناوخته اقدام کړی، چې د اقتصادي ودې پر وړاندې یې خنډونه رامنځته کړي دي.
ټرمپ زیاته کړې، چې د اقتصادي وضعیت د سمېدو لپاره اړینه ده چې د سود نرخونه ژر تر ژره ټیټ شي، خو د هغه په وینا، پاول په دې برخه کې پوره وړتیا نه لري. دا لومړی ځل نه دی چې ټرمپ پر پاول نیوکه کوي؛ هغه د خپلې ولسمشرۍ پر مهال هم وخت ناوخت د فدرالي بانک پر پالیسیو نیوکې کړې وې.
جیروم پاول، چې د امریکا د فدرالي ریزرف مشر دی، تر دې دمه د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
دغه تازه نیوکې داسې مهال کیږي، چې د امریکا اقتصاد له بېلابیلو ننګونو سره مخ دی، او د فدرالي بانک پالیسي سازي د دې ستونزو پر حل باندې مستقیم اغېز لري.






















