د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د راتلونکي سفر پر مهال به د ایران د اټومي پروګرام د لهمنځه وړلو په تړاو یو “جشن“ جوړ کړي.ټرمپ د خپلو څرګندونو پر دوام ویلي، کېدای شي د امریکا یو مشهور تلویزیوني چینل سياېناېن د ایران پر ضد د احتمالي برید په اړه د دروغجنو راپورونو خپرولو له امله، له قانوني تعقیب سره مخ شي.نوموړي تور پورې کړ چې CNN د ایران، اسراییل او امریکا ترمنځ د وضعیت په اړه “تحریف شوي او ګمراه کوونکي معلومات” خپاره کړي.
د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې بنیامین نتنیاهو د دوشنبې په ورځ، چې د چنګاښ ۱۶مه کېږي، په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره رسمي لیدنه ولري.
داپه داسې حال کې ده، چې نتنیاهو دا سفر داسې مهال کوي چې په غزه کې جګړه روانه ده


























